د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
واحديار عبدالرحيم زى

داتل شهید محمد قاسم په یاد

 


مونږ تل په سرووينوسنګرساتلى
تل موپه وينوخپلواکي ګټلې
مونږ ته وياړدى افتخارکووپرې
دمټ په زوموازادي ګټلې
خپلواک پيدايوخپلواژوندکړوپه خپلواکه خاوره
په توره سپرموسوبه تل له هرپردې ګټلې
زمونږ په تاريخ نورملتونه وياړي
بس دى همدغه افتخارزمونږه
زمونږ دنيکوپه څيرميړونه غواړي
بس دى همدغه افتخارزمونږه
زمونږ شهامت ټولې نړۍ ليدلى
بس دى همدغه افتخارزمونږه
دې خاورې غيږکې اتلان روز لي
دادتورزنوپښتنوخاوره ده
دلته غليم په زورشړلى مونږه
دادميرويس اواحمدخان وطن دى
دلته باننګه احمدخان لوى شوى
دادميوند دايوب خان وطن دى
دلته ملالې جنګ په توره کړى
دلته يوسترښامارمات کړى مونږه
چې باداري يې په نړۍ کوله
ستردنړۍ بادارمات کړى مونږه
چې دتسخيرپه نيت راغلى دلته
هغه په کلک ګوذارمات کړى مونږه
تورپنجابیان چې اوس ډغرې وهي
دوی دې پوښتنه خپل نیکه نه وکړي
وردې شي حال دې دانګریزوپوښتي
لږدې پوښتنه له برایډ نه وکړي
زمونږ نیکودعبرت درس ورکړی
وردې شي حال دې مکناټنه وکړي
پنجابه اوس خودې زوال راغی
ځکه له اورسره ډغرې وهې
زوردې دمچ لګې په مخ باندې
قوت اوزورسره ډغرې وهې
مونږچې لرودااتلان زلمي
شهید قاسم په څیرځوانان زلمي
خودبه په شادرتبموی پوځونه
خودبه په ځورنډ سردرځی پوځونه
ځکه داخاروه خپل واکدارلري
بچي یې شته ننګیالی پلارلري
هرموټی خاورې نه دفاع کوي
زوړاوزلمي مودااقرارلري
په شهادت یې مونږویاړکوو
میندې دې دې راوړي داسې نوربچي
چې خپله خاروه له دوښمن وګټي
غلیم ته وښیي خپل زوربچي
واحديا رغواړي تله مدام خپلواکي
تل مبارک شه د افغان خپلواکي


دپارلماني چاروزارت ۱۳۹۲/۲/۱۴

د شاعر نور شعرونه ←