د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عصمت الله اشنا

ژوبل زړه

هغه زړه چې ژوبل شوی په بڼو وي
درمل نشته جوړیدو دغه بیمار ته
په نظر کې یي جادو د ښکلا پروت دی
حیرانتیا ده ددې رنګ ستر ګوخمار ته
هسې رنګ د زړونو وړل په یو نظر کا
ډېر تعجب دی دې اغېز او دغه ښکارته
چې یو ځلې مخ ښکاره او بیا یي پټ کړي
مرګ ویلی شي همدغه انتظارته
د سبا ستوري کې کله دا ښایست شته
کوم چې برخه ورکړ شوی دی نګار ته
اشنا سخت یي ټول اوصاف د ښکلیتوب دي
که قلم مې ډېر غښتلی شي دې زیار ته

د شاعر نور شعرونه ←