د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمدشاه احمد

لـمـر يې وخـوړ

تيــاره راپـاڅيـدلـه لـمــر يې وخــوړ
زمــا د کلـي مــازديــګـر يې وخــوړ
پيغـلـو منګـي له خپـل څنګـونـو کـوز کـړل
تـوره بلا راغـلـه ګـودر يې وخــوړ
خـداي د مـونـږ وسـاتـي لـه داسي بـلا
ؤ بنيـادم خـو پـوره غـر يې وخـوړ
ستـرګـه يې سره شوه لـه چا نه ډاريـږي
کـابـل يې وران کړ پيښـور يې وخـوړ
جـګـړه اوس روږدي شوه د زړه د وينـو
اوس يې کـه زړه وخـوړ کـه سر يې وخـوړ
بيـا کـربلا بـانـدي راغـلې يـزيـد
احمـده پـاسـه چـې لښـکـر يې وخـوړ

د شاعر نور شعرونه ←