افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1537 شاعران8588 شعرونه
قهرمان شهیده!!
چی دی د ننګ خبری کیږی زما جانان شهیده
ځان دی وطن ته قربانی کړ قهرمان شهیده
وطن خو مور ده، پر وطن باندی دی سر ورکړ تا
ایمان دی خپل کړ،جنتی سوی ای افغان شهیده
ته زموږ ویاړ سوی، ته اتل سوی، ته تاریخ سوی زموږ
دا ستا پر ګام باندی به ګام ږدو پر ایمان شهیده
پنجاب سو هلته په لړزه ستا د غیرت له ویری
زه دی دا ستا د پښو سم خاوری قاسم خان شهیده
ته خو خدای وستایلی، ښکلی شهادت یی درکړ
فرزان به څه ستاینه وکړی، ستا قربان شهیده