د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمدشاه احمد

وســاتـي

يـو مـو د ظلـلـم او ظـالـم لـه استثـمار وسـاتـي
بـل مـو فـکـرونـه د پـرَدو لـه استعمـار وسـاتـي


چـې تـاريخـي ويـاړ می د بيـا رغـون په نـوم لوټيـږي
وراني ويجـاړي می لـه دغسـي اعمـار وسـاتـي


چـې وژنـي ځـان او نـور بيـوزلـي د جـنت پـه نامه
دغـه جـاهـل لـه دی عـذاب او انتهـار وسـاتـي


د زور واکۍ غـبـرګـي نـاخـوالـي می پـه خـاوره راغـلـي
خـدايـه وطـن می اوس لـه دوه سـرې ښـامـار وسـاتـي


پـه خپـلـه پـانـګـه کـې پـه طمـع يـوو د بـل ورکـړي تـه
نـور مـو لـه دغـه راز احسـان او انتطـار وسـاتـي


نظـر يې لـګـي راټـول شـوي پښتـانـه پـکـې نـن
د بـدو ستـرګـو لـه ويشتـو نـه ننـګـرهـار وسـاتـي


يـو لـرغـونتـوب بـل د ميـړانـي تـاريـخ پـاتـي راتـه
احمـده غـږ کـړه پـه بچـو می چـې اسـرار وسـاتـي

د شاعر نور شعرونه ←