افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
پښتانه پښتانه
څومره خپاره دی پښتانه پښتانه
لکه تسبیح دانه وانه پښتانه
څوک به یی راټول کړي دا پراته پښتانه
چه یو قوت شي لر او بر پښتانه
د ابدالي غوندی رهبر پکار دی
چه د ډیورنګ کرښه کړي ړنګ پښتانه
تور پنجابی ته به خپل حد معلوم شي
چه ورپه یاد کړي خپل اټک پښتانه
زه احمدشاه سادات دعا کومه
خدایه راپورته کړی دا مړه پښتانه