د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
حمدالله حليميار

غزل

داچي غلي يم پېغور مي په خوله لاس ږدي
چي ريښتيا وايم خپل ورور مي په خوله لاس ږدي


دبيــــــان دازدۍ شعـــــار دروغ دي
که څه ليکمه سانسور مي په خوله لاس ږدي


هسي نــه وي چي رازونــــه يې افشا شــي
راتړلي سترګي په زور مي په خوله لاس ږدي


ته به وايي چي دوي ټول په کي شريک دي
څو واي ووايه! څو نور مي په خوله لاس ږدي


چي غله نه دي له باچــا نه، نه ويريــږي
داپه شر اوفساد تور مي په خوله لاس ږدي


 

د شاعر نور شعرونه ←