د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1115 شاعران8588 شعرونه
ميرنواز روهين

مهربان مشر

هرڅه لروکه مويومشرمهربان درلوداى
هغسې څوک چه ئې پاک زړه اوکلک ايمان درلوداى
ښکلى هيوادلرودخړوپښتنوټاټوبى
دآتلانوباتورانو ميړنوټاتوبى
دپشه ائي تاجک ازبک اوهزاروووطن
ترکمن بلوڅ نورستاني نوروقوموټاټوبى
کاشکي خپل منځ کې مودمينې کلک پيمان درلوداى
هغسې څوک چه ئې پاک زړه اوکلک ايمان درلوداى
واى په رښتياسره دټولوافغانانومشر
دکونډورنډو غمځپلويتيمانومشر
دظلم لاس ئې دملت له ګريوانه نه لنډواى
نه دڅوتنوقاچاقبرو جاسوسانومشر
ټول صفتونه ئې په ځان کې دآفغان درلوداى
هغسې څوک چه ئې پاک زړه اوکلک ايمان درلوداى
له ګران وطنه ئې واى ټوله دفسادلمنه
دزوراوجبرجنګ جګړواواستبدادلمنه
دځمکنۍ بشپړتيا ننګه ئې په زغرده کړلاى
بياڅيرې نه واى کوم غليم مودهيوادلمنه
زړه کې ئې شوردګران وطن آفغانستان درلوداى
هغسې څوک چه ئې پاک زړه اوکلک ايمان درلوداى
واى په رښتيازمونږتاريخ اوآرزښتونوته ژمن
زموږدخلکوکارناموددوى وياړونوته ژمن
حامي دخاورې آستقلال اودملي يووالي
دخپل اولس په وړاندې کړيوقسمونوته ژمن
قاطع ځواب ئې هرجابرته دزمان درلوداى
هغسې څوک چه ئې پاک زړه اوکلک ايمان درلوداى
کارئې سپارلى اهلېکارته مصلحت ئې نه کړاى
په مخ څپېړه واي هغوته چه خدمت ئې نه کړاى
دعلم پوهې په معيارئې هرمقام ټاکلى
پروادزوراوزرلحاظ دمال دولت ئې نه کړاى
بېلګې دننګ ئې دميرويس اواحمدخان درلوداى
هغسې څوک چه ئې پاک زړه اوکلک ايمان درلوداى



جرمني ـ اوفن باخ

د شاعر نور شعرونه ←