افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
عـطا اوملـي هـويت
چه له ملي هويته تښتي اوفرارترې کوي
ځان ته بچى دآفغان نه وائي انکارترې کوي
دغلامۍ حلقه په غاړه ګرځوي پرې وياړي
ناولي هېلې دپردوپالي خپل کارترې کوي
چه دخزان په سېلۍ سوځي موهربڼ دوطن
دون همت څنګه خوشي هېلې دبهارترې کوي
څنګه وجدان لري قصروکې دپردونوکران
څيرې ګريوان ديتيم ګوري اوګذارترې کوي
په ټيټوسترګوبه په دې وطن کې شپې تيروي
چه ئې په ښکلي نوم شرميږي شرم وعارترې کوي
جرمني ـ اوفن باخ