د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
سید منتظرشاه

خوب

  
 زموږه کلی
 لکه د لمنځې، هه شهيده ونه
 چې د جګ غره
 له هسکو تړو رغړولې ده چا
 هريو ټاپو ته چې ور وښويږي دمې له پاره
 ټاپو خوراک شي
 د ياغي څپو د تورې بلا
 ميراو اوبو وړی دی
 او
 زموږ د کلی خلک
 څوک هديرو
 څوک په ديرو کې ويده


 سروبی- کابل
 ۱-۳-۲۰۱۳

د شاعر نور شعرونه ←