د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ایوب دل یار

غـــزل

بي مو جبه په خپله خاوره اور کي سوزم
په پښتو د القایده په تو ر کي سوزم
ایمان لرم دین ساتم غلامي نکړم
دا په دغه دی زمان دور کي سوزم
نه مغل نه د انګریز دومره مجاز وه
دا له خپله په دی خپل کور کي سوزم
که صحي نشم په دواړي که به خوار یم
هم به دلته هم به هلته ګور کي سوزم
زه ( دل یار ) یی دا لیدلي غم نشم زغملي
خدایی خبر ده چي به نور څومره کي سوزم

د شاعر نور شعرونه ←