د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
مصطفی آرین

غزل

     زه مجاور دخپل شهيد ارمان جڼـډې ته ناست يم
 مادټول عمر يو،يورنځ ړزه ته يوځل ايښی دی
 د دې زيارت دلار اغزي راته ګلان غوړوي
 چې دسرمست ملنګ په پل باندې مې پل ايښی دی
 پرون مې څاڅکې وينې سره لاله رنګينه کړله
 نـن مې په وياړ دخپل جانانان په تور وربل ايښی دی
 مادجنون دښته کې کوم جنت ته ساه ورکړی
 هغه ماحول باندې چې چانوم دکابل ايښی دی
 ساده،ساده کاته ئې ډيرې سترګې ټيـټې کړلـې
 لا ئې سرکش،سرکش باڼه ته ئې کجل ايښی دی
 ارينه،خدايږو پرې ويريږم چيرته ماتې نه شي
 دزړه ټوټې مې په اټک بل په زابل ايښی دی

د شاعر نور شعرونه ←