افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
جادوګره
زما په خیال هم جادوګره ښکاري
د کلي پېغلو کې کوتره ښکاري
د کلي پېغلې مې ليدې روانې
زما لیلا نن بې ګودره ښکاري
په انتظار مې سترګې وخوږیدې
راته بې غمه بختوره ښکاري
ګوندې د زړه طبیب مې راشي خدایه
فضا خو واړه معطره ښکاري
«نالان» چه نن ترېنه بوسه وغوښته
کوږ سر روانه مراوره ښکاري