د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نورالله غازي يار

ګردمن كابل

 


 


چا وې كابل كې خو هيڅ خوند نشته دى
تمامه ورځ پكې بادېږي خاورې
سړي ټول تن باندې خورېږي خاورې
خو بيګا ماته كابل خوب كې راغى
په لاس كې خاوري ورسره وي په خپل تن يې شيندي
ما ورته ووې كابل جانه!
ولې داسې په خپل تن بادوې خړې خاورې؟
كابل پر ځان يو موټى خاورې توى كړې
راته يې وويل خوږه بچيه!
زما په تن كې د بچيو دي هډوكي پراته
زه چې ګردمن يمه هغه پټوم
په هغو خړې خړې خاورې شيندم.


 

د شاعر نور شعرونه ←