د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
ارواښاد سیف الرحمن (اشنا)

احتیاط

بې پروا لکه په ځمکه کې چې قدم ږدې
داسې مه ګرزه بې غمه هـــــــــواګیر
ځمکه پټه خزانه د ژوند بنسټ دی
ترې پیدا دی شاه ګدا او هم فقـــیر
ټول قبرونه هم په ځمکه کې جوړ شوي
ته به هم شې په یو قبر کې اسـیر
هر قدم د لاندې پروت د ژوند داستان دی
له هر زړې نه جوړیږي غټ تصویر
احتیاط هر حـــرکت کې فریضه ده
(آشنا) لنډ په دې جمله کړ خپل تحریر


 

د شاعر نور شعرونه ←