د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
ایوب دل یار

غـــــــــــــــــزل

دغه جابر زمونږ د ژوند هره شیبه ملګرو
د ویر ماتم او فریادونو کړه بسیه ملګرو
یو د دنیا د ازدهاوو د چنګیز لشکر ته
ولی انسان شولو د ټول عمر بله ملګرو
زړګیه تاته هم حیران یمه پری نه ترسیدی
چی غلبیل د کړه د مور د ژوند اثره ملګرو
اوس چی صلیب خفه هندو خفه مسلم ژاړی
په ما مدام وی د وختونو کربله ملګرو
بیا می د خیال مصویر کینوست د اشنا په انځور
په ( دل یار ) به کله شي صبا د هجر شپه ملګرو


دامی ده تیر کال د پنجوایی د پیښي په وخت کی لیکلی وه
چی یوه امریکایی عسکر زمونږ ۱۶ بی ګنها ښځی سړی او ماشومان وژلی وه
چی نن ورځ ورته د ټول عمر د کید سزا واوو رول شوه
هیله دا چی تنده مو پری ماته شی

د شاعر نور شعرونه ←