د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
مصطفی آرین

غزل

زه نـن سکون ستا درباب په زير اوبم ماتوم
دومره ګډيږم چې خمار ورباندې سم مــاتوم
که دبوډا خيال دځوانۍ دوره پرې بيا تازه شي
ځم هغه زوړ ښارته په زوړ شراب قسم ماتوم
ګناه کوم وايم توبه بيا به ګناه نه کوم
دګلاب تنــده کله ،کله په شبنم مـاتوم
په خوله که وايمه جانانه څه کافر خونه شوم
ځمه دوحې ملک ته تنــده په زم ،زم مــاتوم
داګونګوســه وه ،وسـوسـه دشيـطانت خو نــه ده
خدای خو دې نه کړي چې دستوربه داعظم ماتوم
زه دنيازبين جانان په خوي باندې عادت يمه اوس
ارينه کلــه،کلــه زړه به دصنم مـــاتوم

د شاعر نور شعرونه ←