افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
غزل
نـن خو بــیا د اشـنا غــم را بــانـدې زور دی
زما په ســر کــې جوړ شوی عجب شور دی
هــم مــې زړه هــم مــې ځیګر لمبه لمبه شي
چې آه مې له خولې خیژي په شان د اور دی
مساپري کــې مــې بــې وخته سر سـپـین شو
د ژوند فــصل ته بـزګـر ویـســتـلــی لور دی
د بېـلتــون تنور کـې ورځ په ورځ بـخــېــږم
د تناره سیخ غـوندې مـې رنګ تک تور دی
کــلــه د غـرب کــلــه د عــرب مــزدور یــم
دا خو ځکه چــې ما نه خپه خــپل ورور دی
که څه اوس هم کابل په وینو رنګ ښکاري
پر ما ګران دی هـلته مــې د جانان کور دی
یـا دا هــــمــه د وخــتــونـــو امــتــحــان دی
یـا عشق کـې د احمـدزي نصیب نسکور دی
()
11/09/2013