د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
جاوید احمدزی

غزل

غزل


 یو غـــم د ســل غــمـــونو برابر دی نن
 چا ویل چې په دې کلي کې اختر دی نن


 دلته هـــره کــوڅه لــه ســوالــګرو ډکه
 دلته بیــا هــغــه خوار یـتــیم نهر دی نن


 پرون هم د چا په کور کې ویر وو نن هم
 بــس هــمدغــه د نـــن تازه خبر دی نن


 زما ځوان شاعر د نجونو مستي غواړي
 د پــښــتــنې پــوړنــي تــه خطر دی نن


 نه یې په سر کې څه ، نه څه تپوس کوي
 زما لیکوال صاحب لږ څه اوتر دی نن


 د ښار نامتو زمری خان هم ګیډړ وخوت
 د خیرات په وخت کې خان په سفر دی نن


 احمــدزیــه د مــظلـوم مـــرســتې ته ورشه
 اوس خو د قوم مشرتوپ ستا په سر دی نن

د شاعر نور شعرونه ←