افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
خـاموشــه شــپه غواړم چې يار پکــې خــبرې کــوي
چې څوک سنګسار او څوک په دار پکې خبرې کوي
ستادې قسم وي زمادزړه هنداره مه ماتوه
رنګين تصوير ستادرخسار پکې خبرې کوي
دزړه په دښته مې راځه جامې لمدې واغونده
يوه غرمه غوندې انګارپکې خبرې کوي
تکميل دې نه کړمه نيمه شانې قيصه پاتې شوم
دا پاڼه ولوله پرهار پکـــې خبــرې کــوي
نورچې مې فکر هغه غواړي همغه پسې ځم
په هغو لاروځم چې دار پکې خبرې کوي
په مشغولا،مشغولاخياله وايه چيرته مې وړې
ځو هغې خواته چې مې يار پکې خبرې کوي
نيازبين انداز ته ئې ارينه تصويرګر راوله
چې هر بيګاه اوهرسهار پکې خبرې کوي