افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
پښتانه
په لراوبر خواره واره دې نه وي
چې سره يو وي بيلتانه دې نه وي
پيکه، پيکه ښکاري بې رنګه ښکاري
هغه محل، چې پـښتانه دې نه وبې
بې ستاله غمه مې زړه داســې لکه
هجره دې وي خوميلمانه دې نه وي
پښتون چې نه وي پکې داسې ښکاري
لکه چې سترګې وي باڼه دې نه وي
نظرخوئې لا ســاده ،سـاده ښــه لـګي
خيرکه کجل نه وي رانجه دې نه وي
خيبر غرمه ،غرمه شي وخټـيږي
انګار دې وي ساړه،ساړه دې نه وي
( )