افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
خــــاوره
راته ګرانه خپــــله خــاوره دافـــغـان ده
ښایستـــه یې هــــره پــوله د دامــــان ده
د یــوروپ ښکلی طبیعت کله چي ګورم
راپـــه زړه مي ناسته پاسته د پغــمان ده
وینـــم جګي بنــګلې جـــــګي ماڼــــیاني
هــرښایست لاسته راوړنــه د انــسان ده
لا یـــوه شیـــبه مي نه وځي لــه فکــــره
شنه نـــما د ارغــنداب لـــه کوکــران ده
شنو باغــــــوکي اوازونه د شپــیلۍ وي
د زړه مینه ور سره بیـــله بیـــان ده
چي هـــرڅـــوګورې ښارونـه امانــزیه
خـونــدوره هــــره شپــه د بیابـــــان ده
ناروي ۲۰ اکتوبر۲۰۱۳