د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محمدولی حیران

بیلتون

د ژوندون سختو شیبو کی هیرمی نه کړی
 اوس راګیر یمه غمو کی هیر می نه کړی
 خوږه یاره بیلتانه دی لیونی کړم
 سر ببر ګرځمه غرو کی هیر می نه کړی
 ستا خفګان ګوره هیڅ وخت زغملی نه شم
 شه دی عمرپه خوښو کی هیر می نه کړی
 هر ساعت هره لحظه به دی په زړه وم
 اوس دی شوم په هېرېدو کې هېر مې نه کړې
 ستا لفظونه ادا ګانې او نازونه
 تل مې ثبت وې په مغروکې هېرمې نه کړې
 زه پ وهېږم زندګې دې چرغان شوه
 واړه ژوند دې شه سپرلو کې هېرمې نه کړی
 د همزلو هر محفل کې به دی یاد وم
 اوس می نه یاد یی وختو کی هیرمی نه کړی
 په دی وچو شونډو یاره درته وایم
 درته وایم په سلګو کی هیر می نه کړی
 د غماز خو دی پروا ونه کړی یاره
 ددی عمر په اوږدو کی هیر می نه کړی
 کله کله که په هغو لارو تللی
 هلته پروت یم هدیرو کی هیر می نه کړ ی
 دا چی کله ترنم د ځان سره کړی
 درته سوال کوم ټپو کی هیر می نه کړی
 اوس (حیران )د تورو خاورو لاندی ګیریم
 بس دعاکوه لمونځو کی هیرمی نه کړی


 

د شاعر نور شعرونه ←