افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
ښایست
ستا ښایست کې به ګناه وی که په ما کې
چــې جفــا کې بــه ثـواب وي که وفــا کــې
چې په ځیر نظــر دې وګـورم ښایست ته
بیا مې ټول عمرافکار وي ستا په خوا کې
کـه قــوه د جــاذبی نــه وای د ځمکې
ټول ښارونه به بیا ځوړند وای فضا کې
د ښکلا جذبه د هر څه نه ده زیاته
عاشــقان یي اچــولي دي بلا کې
دغـــه مینــه، محبت او که ګنـاه ده
میینان ســره کتل کــوي پـه غلا کې
چې د عقل په نظــر ګــورم دې حال ته
څه تسل شي را پیدا په دې سودا کې
په ښــکلا بانــدی عاشــق مـلامت نه دی
دا ښایست دی چې اغیز کوي(اشنا) کې