د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نقیب الله محبت

غزل

 


 



دیار حیرانې اوښکې نظر څنګه هیروم.
پرتا باندې مین مازیګر څنګه هیروم.
ترمینځ مو یوګلاب لکه چنار ده راشین سوی.
زما اوستا داوښکو ګودر څنګه هیروم.
دوریځو په کمانوکې دې غشې دبڼو دې
پر زړه باندی ویشتونکی خنجر څنګه هیروم.
حضور ته یې دخدای وروړم صفت دغزل غېږ کې.
کتاب دعشق راوړې پیغمبر څنګه هیروم.
چې راسې بې تپوسه دزړه کورکې می میلمه سې.
په زړه کې جوړ دیار تصور څنګه هیروم.
مسکۍ شې راته وخاندې نقیبه په محپل کې.
په خیال کې اوچت سوی هنر څنګه هیروم.
‏۲۰۱۳/نومبر/۲۸

د شاعر نور شعرونه ←