د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
ارواښاد سیف الرحمن (اشنا)

ځم

    د پــارېــدلو ولولو مجنــون احســاس د لاســه
 د تصور په نیلي سپور په خپل جانان پسې ځم
 تورو تیارو کې کړم لټون شپه څیروم په پوهه
 د ځمکــې تــل ته د رنځونو په درمان پسې ځم
 د یار د زنــې خال مین کړم د اسمان په ستورو
 د پښتنــی تکل پــه زور مــاه تــابان پســې ځم
 ما غــورځنګــونو ته دا نگلي ننداره مې کــوه
 په کګلېچونو کې مې لار ده په توپان پسې ځم
 د خوږې مینې لاره نه پرېږدمه ژوند دی ځما
 ګــوره (اشنا) د ملغلــرو پــه بــاران پسې ځم


 

د شاعر نور شعرونه ←