د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ِډاکټر فيض الله (ثاقب)

د کډوال غږ

لکه بت په سترګو ړوند ګونګ په زبان يم
که په عقل افلاطون يم خو نادان
يم



په کردار او نيت کې پاکه پرښته يم
خو څه نلرم مجرم د ټول جهان يم



پلار مې نشته چې مې لاس په سر راکش که
د پردو په در کې پروت تل په ګريان يم



د اغيارو د فرېب جال کې ګېر شوی
د جفا اور کې ماهي غوندې بريان يم



له خپل کوره د نفاق طوفان راوړی
د فنا درياب کې زړه نازړه روان يم



ياره دومره تکبر او غرور مه کړه
خير که څومره يم بې وسه خو انسان يم



څو مې روح پدې خاورين کالبد کې ګرځي
انکار نه کړم دا به
وايم چې افغان يم



د ف – ث قلمه هر وخت رښتيا ليکه
خير ده نن که پردېسي په پاکستان يم

د شاعر نور شعرونه ←