د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمدجان نوزادي

سیاسی لوبه

بس کړی عزیزانو دغه جنګ دوطن جنګ نه دی
لوبه سیاسی ده جنګ دهیڅ افغان
فرهنګ نه دی
دوی پکی چاغیږی مونږ کی بایلودل غوږونه
دوی لاړه اسمان ته په موږ چاغ سوله قبرونه
کورمو کنډواله شو دناموس دپاره ننګ نه دی
لوبه سیاسی ده جنګ دهیڅ افغان فرهنګ نه دی
تاته به درښی چل دتوری اوتوپک

خپله دپردوپیغلو په څڼو کی وی ورک
هیڅ افغان دخپل بچی دژوند څخه په تنګ نه دی
لوبه سیاسی ده جنګ دهیڅ
افغان فرهنګ نه دی
ما خو دی لیدلی د پیړیو حرام خور دی
دادولسو دوینو غوښو ځنی جوړدی
دازمونږ نه دی
دازمونږ درباب شرنګ نه دی
لوبه سیاسی ده جنګ دهیڅ افغان فرهنګ نه دی
دی بربنډی کړی په زرګونو زلمی
نجونی
ډیری لوبی کړی دوطن په تورپړونی
داپه نوم انسان دسړیتوب داسی اهنګ نه دی
لوبه سیاسی ده جنګ
دهیڅ افغان فرهنګ نه دی
دادشپی شیطان دسپینی ورځی تورپیران ورک کړی
ټول چی کړی دځان ځنی قربان داسی دوستان
ورک کړی
داپیر جادوګر دی دوطن دعشق پتنګ نه دی
لوبه سیاسی ده جنګ دهیڅ افغان فرهنګ نه دی

د شاعر نور شعرونه ←