د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1491 شاعران8588 شعرونه
امان الله نصرت

د وږمو کاروان

فکرونه مو د ستورو قافلو سره تړلی
وختونه مودهیلوله سپیدو سره تړلی



داوښکو سمند ر کی لټو و د منزل نښی
بیړئ دارمانو نومو څپو سره تړلی



خوندونه به خود اخلود فطرت
له رنگینونه
خیالونه مو د گلو له غنچو سره تړلی



وږمی به په موجونو او فضا غزل غزل کړو
د زړونو درزاگانی مو ټپو سره تړلی



منو به یی په سترگو خود مغروری اداگانی
د یار وریښمینی زلفی مو نغمو سره تړلی



په مینه یی هر څاڅکی سره نوم داشنا اخلو
مونږ ستړی ستړی اوښکی له تسپو سره تړلی



ټکور به موا خرشی داد سوو زړو زخمونه
د رد ونه مو د صبر تعویزو سره تړلی



کعبی ابا د ووبه اوس د زړونومیکد وکی
زاهده
گناهونه مو تو بو سره تړلی



سپرلی سپرلی وختونه راولو به گران هیواد ته
گلونه د نارنج مو له شملو سره
تړلی



نصرته د زړه وینی مو د گل په شوند و څاڅی
تقد یر مونصیبونه له ازغو سره تړلي

د شاعر نور شعرونه ←