د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ډاکتر حسن- لندن

داسمان له غیږي پریوتم

سین دوینو وروړم دجانان له غیږي پریوتم

زه ناسورپرهروم ددرمان له غیږي پریوتم
تاورته تندی ماورته سر په پښو کې کیښودو
مه
وایه ملا چې دایمان له غیږي پریوتم
تشې مې په سرلکه بړبوکه سپیرې خاورې وړې
زه چې مې
دژوند د بیابان له غیږي پریوتم
هره یوه لحظه مې ولولوته پېغلتوب بخښي
ستا په محبت کې
ددوران له غیږي پریوتم
څو به تا په زورنیوه زما دمقدر مخه
اوښکه دحسرت وم دګرېوان له غیږي
پریوتم
زه يې چې دمخ د لمر په نور کې څنک کې نه لیدم
ستوری دتیارو وم داسمان له غیږي پریوتم
ډیرې مې دخپل ځان خبر لوڅي خواوي ولیدې
مینه کې( حسنه) چې دځان له غیږي پریوتم

د شاعر نور شعرونه ←