د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ميامحمد حسين خيل

دمينې سوغات

د مينې په درشل کې سلامونه درليګم
منظور يي کړه په مينه ارم
انونه درليګم
دګل په پاڼه پاڼه کې تصوير دمينې ګورم
غونچوسره يوځاې درزړه رازونه درليګم
نن بيادمينې ورځ
ده انتظارديو ديدن يم
پلوله مخې پورته کړه سوالونه درليګم
داوښکې قاصدان مې په ليمو درته راغلي
حسينې،
نازنينې، زيړ ګلونه درليګم
دونياکه دپيمخوده ترټولوته ښايسته يې
حيا د پښتنه ده ګل مخونه درليګم

دمينې جواري کې مې زړګۍ پرتا بايللی
منظور يي کړه په مينه مشعالونه در ليګم
راځه دمينې رازه چې په سترګو کې
دې ځاې کړم
کوچی دتورکيګدۍ يم شنه خالونه درليګم
دمينې په سوغات کې اناري ګلونه واخله
د سيند غاړی ته راشه
ديدنونه درليګم
ممتاز مې شه دمينې تاج محل به درته جوړکړم
حسين خيل دتوروغرويم غزلونه در ليګم

د شاعر نور شعرونه ←