د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
نسیم ستوری

رحمان بابا

بابا د ژوند هر یو مذهب هر یو قانون وده دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی



د غږ په
وخت کې زمونږ ذهن د ژوندون وده دی
د
ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی



دا
چـې پـښـتـون ژبـه لـر ی خـو خـوزولـی
نــشی
غیرت لری خو خپل غیـرت راپـارولی نـه شی
د لیونی مینې د
اوښکو خپل جنون وده دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی



بابا د
وخت دا ظالمان مو نه پریږدی په ګلشن
اوس
خو لا څه کې چې مزار دی ورانوی له وطن
د
وطن غیږ کې د وطن هر یو مجنون
وده دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون
وده دی




ای د سپـیڅـلــی پــاکــی مــیــنـې تــرجـمـانــه بـابـا
دا ستا مزار باندې تیری وشـو ای ګـرانـه بـابـا
دماغ او
روح محور مرکز څه د پاڅون وده
دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی



ای د بــهــادر کلــی بــهـادر او نـنـګـیـالــی شـاعره
ای د خوږی ژبې پـښــتو ای تــوریــالـی شــاعــره
شــعــور غیـرت او د فطرت هر مضمون وده دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی



دغه احساس به مونږ ته څ
وک راکړې چې تا وګټو
دا ستا شهید مـــزار شهیـده خـــاوره ســاه وګـټــو
ګـنـې قـسـمـت زمـونـږ
د فـکـر ښـه زرغـون وده دی
د ژونـــــــــــــد
ســــــمــــون وده دی



څـو چـې قـامـی وحـدت راغلی نه وی خوار به ګرځو
ای نسیم ستوریه خپل وطن کې بې روزګار به ګرځو
وحـدت د زړنــو حـقـیـقـت نــوم د
پښتون وده دی
د ژونـــــــــــــد ســــــمــــون وده دی

د شاعر نور شعرونه ←