پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
دا څه دنيا ده
دا څه دنيا ده
لويه خدايه !
له يوى خوا
دلته ظالمان دي
دلته شيطانان دي
دلته زورمندان دي
په بنګلو كې اوسيږي
عيش و نوش كوي
خندا ده خوشحالي ده
رنګارنګ خوراكونه
سازونه او سرودنه دى
موټرى دي
نوکرى دي
مستي ده
او ميلى دي
له هر څه بى خبره
او بلى خواته
لويه خدايه
غريبان دي
مظلومان دي
مسكينان دي
يتيمان دي
غريبي ده
بى وسي ده
دلته اور بل دى
او ځمكه سوزي
دا غريبان پرى پراته دي
څوك يى پوښتنه نه كوي
دلته ظلم او زياتى ده
دلته لوږه ده
دلته تنده ده
دلته دا غريبان
د اوښكو په اوبو تنده ماتوي
څوك ورته يو كيلاس اوبه نه
وركوي
د غريب په قسمت كى
بدبختي ده
پريشاني ده
دا څه دنيا ده
پاكه خدايه !
ستا په دى لويه دنيا
كى
ټول ستا بندګان دي
ستا په بندګانو كى
څومره تفاوت دى
لويه خدايه !
ته عادل پاچا يى
ستا عدالت
غواړم
ته مهربانه شه
په دغو غريبانو
په دغو مسكينانو
كور وران د ظالمانو كړه
كريوان خلاص د مظلوم
انو كړه
د ظالمانو له منګلو نه
ستا په ستر دربار كى
دا استدعا ده زما
وكړه وسيله د غريبانو ته
ته يى
وژغوره
له دى بد حال نه
له دى درپه درۍ نه
او د ذلت له دى ژوند نه .
آم
ين  
; &n
bsp;