د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
استاد فضل الله رشتین

بى رحمه زمانه

اى زما اوښكو !
اى زما قيمتي اوښكو
مه توئيږۍ
پټې پاتې شۍ په سترګو كې
چې څوك پوه نه شي
زما د زړه له حاله
دا بې رحمه زمانه ده
دلته څوك د چا په غم كې نه دي
كه څوك
ژاړي
او اوښكې تويوي
نو هر څوك ورپورې خاندي
او وايي
دا ليونى دى.
اى زما زړه !
اى درديدليه زړه !

كيله مه كوه له زمانې نه
دا بى رحمه زمانه ده
پټ وساته خپل درد
چاته مه وايه خپل حال
ځان
وسپاره خپل رب ته
صبر وكړه
دعا وكړه
هيله وكړه
خداى دى مهربانه
هرڅه به ګړي آسانه

د شاعر نور شعرونه ←