افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
غزل
غزل
دوست محمد
یوه قطره وم رالویدم دانه دانه شوم
ستا پر
مخ لکه شبنم دانه دانه شوم
د بدرنګو په بازار مې قدر نه وو
یوه رڼه هنداره وم دانه دانه شوم
ستا په سپینو
اننګو مې ځای و نه شو
لکه اوښکه رغړیدم دانه دانه شوم
د یوې ماتې خولې فریاد وم پورته نه شوم
چې له ستونې راوتم دانه دانه شوم
د پښتو د سندریزي پیغلې هار کې
یو ځونډی وم شرنګیدم دانه دانه شوم