د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ستانه زی

د کرکې کرښه

د کرکې کرښه



حبیب جان ستانه زی



ور پورې چې بورا ته ارغوان شو
غاړه غاړه
ولا چې مې په خیال کې را جانان شو غاړه غاړه
چې تورې تیارې واوښتې د ځان په ویره خپله
آه! ستړی
سپین سهار او شین آسمان شو غاړه غاړه
رقیب راته ښکاریږي شو به سترګو ړوند ملګرو
په لاره چې یو بل سره کاروان شو غاړه غاړه
په کاڼو چې ویشتلو نور هغه لیوني نه شته
دې ښار کلي کوڅو کې هر افغان شو غاړه
غاړه
سپوږمۍ ستورو د کرکې کرښه ماته کړه مینځه
له ښکلو سره بیا چې حبیب جان شو غاړه غاړه

د شاعر نور شعرونه ←