افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1637 شاعران10684 شعرونه
غزل
غزل
سید انتظار خادم
غزل : سید انتظار خادم
د مرګ په سترګو کی ژوندون لکه انځور ښکاری
د عشق تیاره تیاره هنداره کی چی نور ښکاری
وخته لږ صبر وکړه، ساه واخله
هر څه به وشی
دلته د غر غوندی یو ځوان شته خو مجبور ښکاری
پخوا به هر چا ها د عشق کتابونه لوستل
خو اوس
د ټولو په لاسونو کی زبور ښکاری
دا له اسمانه زمونږ کلی ته راغلی حوره
دا ښاپیرۍ، دا فرښته هم د چا لور
ښکاری
لږه را ښکته شه، زولۍ زولۍ راوغوړیږه
د جنت سیوری دی ښاخونو کی ضرور ښکاری
دا د یار کلی دی
همدلته به تندی لګوم
خادم نه! د ا خو له رنگه کوه طور ښکاری