د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
وږمه صبا

غزل

غزل



وږمه صبا عامر




اشنا بس تش درشل ته دې سلام کوم او ځم

ته ګوره درته څومره احترام کوم او ځم
په زړه کې مې راځي چې دوى به هم وي مينه کړې
په لاره کې مېږو
ته هم ډېر پام کوم او ځم
اوس وايه ستا په سترګو کې ځائيږم او که نه ؟
دا ستا د بڼو شپول لاندې آرام کوم
او ځم
پو هيږم درد مې ډېر دى او قرار مې دلته نشته
ساقي يوازې هيله د يو جام کوم او ځم
صنمه دومره
ډېر دې يادوم چې ځان مې هېر شي
هندوې غوندې لاره کې رام رام کوم او ځم
٢٠٠٦مارچ١٦پېښور

د شاعر نور شعرونه ←