د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نوریه وهاب شیلګری

زما منصور وطنه

زما  زخمی زما  رنځور وطنه  دربه شمه
لکه  شهید په  وینو سور وطنه د ربه شمه
له هري خوا در باندي کيږي بي ګناه وارونه
شولي په دار لکه منصور وطنه دربه شمه
ستا له هر کاڼی له هر بوټی نه لمبی جګیږی
لکه تنور په اور سور وطنه در به شمه
چی شپه او ورځ ترینه دوینو بیالی بهيږی
ستا پرهارونه شول نا صور وطنه دربه شمه
 څادردي خور ده له هرغواړی خیرات د سولی
لکه ملنګ  لکه  فقیر وطنه د ربه شمه
زه نوریه وا خلم  ستا بلا چا له  نظره کړلي ؟
ځان به د ر جار کړمه ضرور وطنه د ربه شمه

د شاعر نور شعرونه ←