افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
غزل
نور له جنګه نور له دغه بنګه ستړی
نور له رنګه نور له دغه ننګه ستړی
نور مې زړه لدې نادودو څخه چوي
نور له مرګه له خوني تفنګه ستړی
لا تر څو به یو د بل و سر ته ناست یو
هر وګړی نور لدې ګړنګه ستړی
د روڼ آندو مو تیارې به زړه کې بلي
د دانورو له سپېڅلي څنګه ستړی
دی لا اوس هم د کرکجن فکر په بندکې
زه د زړونو له ناولي زنګه ستړی
ته لا اوس هم د تنکیو وینو تږی
زه دې پیره نور لدې قلنګه ستړی
ځان د دین تر شمي پټي سترګي ځار کړي
زه مظلوم لدې ړانده پتنګه ستړی