د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه

غزل

 


 
 وچې پاڼې د چنار او یو هلک یوه جینۍ
 تر کالجه پورې لار او یو هلک یوه جينۍ


په تورخم راپورې وځي هواګانې د کابل
 پېښور او انتظار او یو هلک یوه جینۍ


 مرادونه یې منظومو دعاګانو ته سپارل
 د رحمان بابا مزار او یو هلک یوه جینۍ


 نن د مینې فیصله ده ګواهۍ ته دي قطار
 خلک ټول زمونږ د ښار او یو هلک یوه جینۍ


 له رومانه راوتلي دي په لاره د سعود
 یو ګلاب او یو ستار او یو هلک یوه جینۍ

د شاعر نور شعرونه ←