د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1410 شاعران8588 شعرونه
سیداحمدخان پیمان

تراجیدي

 


 دتوپونو دغړمبا نه نه خلاصيږم
 په خپل کور په خپلو وينو کي لمبيږم


 اکبري توره مي ورکړه په سوغات کي
 غزنوي ميډال چه غواړي خپه کيږم


 شني نختري مي هديه کړي ورته ټولي
 دنيکه هډوکي وړي پنجابي کيږم


 ډير دسرواو شنوسترګو ځيني تنګ شوم
 ملالي ټپه چه اورم ياغــــــــــــــي کيږم


 سره ليوان موپه رمو دي ورګډ شوي
 دشپونکو غفلت ته زه ډير حيرانيږم


 دملالي غاړي هار را ځيني غواړي
 دي قانون داسي فرهنګ ته زه زوريږم


 دهرخوا مي په وطن يرغل روان دي
 افغاني فرهنګ ته لاس وړي زه بوږنيږم


 جنګ زما په خاوره بل چادي جوړکړي
 ميلمنو او دګاونډ نه زه ويريږم


 دي مړه ديموکراسي کي وږي ګرځو
 ځمونږ خويندي مياندي خير غواړي شرميږم


 ميلمنو دکوربنو نه واک اخيستي
 په خپل کور خپله کوڅه کي زه لټيږم


 پيمان کړمه ازادي مي پکار نه ده
 خداي دي نه کړي چه دسروسره ګډيږم 
 

د شاعر نور شعرونه ←