د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1052 شاعران8588 شعرونه
حاجی ګل عزیز کامه وال

دعشق آذان

 
    باغ دګلو کړو تالا خزان دعشق
 زه ملنګ ومه یووخت سلطان دعشق
 دمنزل کښتۍ می ډوبه ډوبه کیږی
 لاهو کړی یمه زه توپان دعشق
 دبریښنا په څیر یو پړک وو زر پناه شو
 څنګه تیر شولو پر ما دوران دعشق
 مدرسه دعشق می نه کړله تمامه
 ناتمامه می شو ټول داستان دعشق
 دخلوص دحکمتونو په راز پوه وي
 څوک چه ټینګ لري باور ایمان دعشق
 چه غزل یی وي یقین او تسکین دواړه
 ملا څله ورته کړی آذان دعشق
 ګل عزیز دعشق له درده مستغني دی
 داغزیو خواکی وي ګلان دعشق
 ۸/۱۱/۱۳۹۲
 کابل -کارته نو

د شاعر نور شعرونه ←