افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10565 شعرونه
ډيوې به بلوم
له باده نه ویریږمه ډیوې به بلوم
پاڅېږمه که لوېږمه ډیوې به بلوم
وګورۍ ای خلکو چی وزرو مې اور اخيستی
پتنګ غوندې سوځیږمه ډيوې به بلوم
چا زمونږ د کلي نه د ستورو رڼا يووړه
که ګل غوندې رژیږمه ډیوې به بلوم
شوګېر مې تورو شپو کی د همدې لپاره دی
څپه یمه خپريږمه ډیوې به بلوم
اجله ته مې شمیره قدمونه وار په وار
د شپو زړه ته کوزېږمه ډیوې به بلوم
اور او په سکروټو باندې شپې شم تيرولی
رقیب له تور وېرېږمه ډیوې به بلوم