د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمدجان نوزادي

لوړ قصرونه هسک سرونه

  

 ته د قصرونو پاچا موږ د حجری ملنګان
 ته خو باداریی خپله موږ د پردو مزدوران
 ته په زری مو ټر کی موږ خو ډوډۍ نلرو
 ته په لوټونو څملۍ موږه څپلی نلرو
 ته دسردرد لپاره، واروپا ته درومی
 موږ ډیر دردونه لرو، ورته ګولۍ نلرو
 ستا نازولی بچی خواروپا کی اوسی
 په انګریزی ګډیږی د حوری خوا کی اوسی
 ته جنتی پیدا یی مونږ دوذخیان یو ګوره
 بس د اذله څخه غریب خواران یو ګوره


 ستا که قصرونه لوړ دی زموږ همتونه لوړدی
 ته پر پردیو اوږو، زموږه سرونه لوړی دی
 ته یو ناکامه داستانه تاریخ دی نه قبلوی
 یو ځل تپوس وکوه زموږ تاریخونه لوړدی
 موږ هندکش کی اوسو د لوړو غرو وګړی
 موږ د سرکښو سندو د سرو موجو ملګری
 سکون مو نه خوښیږی په ګړنکو وردرومو
 تاریخ تاریخ جوړوو دحماسو ملګری
 پیره مریدی دی نه یم زه ستا په لاریه نه ځم
 سرمی قربان تر وطن ددغه داره نه ځم 

د شاعر نور شعرونه ←