افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1652 شاعران10764 شعرونه
کلی
یو څوک یې خامخا یادیږي چې دا کلی ویني
پخوانۍ مینه تازه کیږي چې دا کلی ویني
د کلی لرې برې دواړه نندارې نه اوري
په مودو وړی خیال زنګیږي چې دا کلی ویني
د ګودر غاړې ته ولاړې له غریو مله وپوښتل :
ده ته به هم کوم څه یادیږي چې دا کلی ویني؟
خلک له ده ځینې په ویره هر کلی ته ولاړ
خو دده هم زړګی درزیږي چې دا کلی ویني
ددې جونګړې په لیدو یې چې بڼه لمده شول
مینه ده خپله څرګندیږي چې دا کلی ویني
بير ته ماشوم شو اود کلی مینځ میدانه ته ووت
خوسی خوسی لوبه ترې کیږي چې دا کلی ویني
شهابه دلته به وی ؟ چیرته به وي ؟ څنګه به وي ؟
فکر ته یې سل پوښتنې لویږي چې دا کلی ویني