د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمدجان نوزادي

بوسه په پیغام

  

 مینه دلیری په پیغام نه کیږی
 جانانه زما اوستا یاری سخته شوه
 ته په اسمان کی لکه ستوری ورک یی
 زما پر ځمکه زندګی سخته شوه
 وعده وعدی د مینی هر څوک کوی
 خو بیا دمینی لارویان معلوم وی
 چی دخپل سره، سره لوبي کوی
 ددغی لاری اتلان معلو م وی
 مین خو پریږده ته رویبار هم نه یی
 ته د ګودر د غاړی یار هم نه یی
 ته خو یوازی د یوه مازدیګر
 و سر ښندلو ته تیار هم نه یی
 ځان سوځول د پتنګانو کاردی
 یاره یاری د سربازانو کار دی
 ورځه ورځه خپلی پیسی ټولوه
 مخ دی ښه وینځه خو توبی توره وه


 کابل افغانستان

د شاعر نور شعرونه ←