افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10565 شعرونه
غزل
له ډیره کبره هیڅ پروا دې په ما ونکړله
لکه ماضي دې په سرو شونډو مسکا ونکړله
تاوې کينه مې پاکه کړې د کوثر په اوبو
زما له قبره تيريدې تا دعا ونکړله
هغه لمبې چې دې کرلي اوس ئې تيغ وهلې
ټولې راشنې شوې هیڅ دانو ئې خطا ونکړله
هلته ماڼواو سپيلني لوګې کوې هر ځلې
دلته رواج دې د بڼو تا سودا ونکړله
لکه سپوږمۍ دې ځان د ورېځو په حجاب کې پټ کړ
زمونږ د کلي په اسمان دې رڼا ونکړله
چې بې موسمه خزان تاندې څانګې ورېبلې
بيا له هيبته ځکه پاڼو رپا ونکړله
ورک شوې پل مې ستا پيدا کړ، پرې زېارت جوړوم
وائي ( وارث ) چې پخپل اند مې ګناه ونکړله