افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
مور وايي
وګوره هندارې ته خپل سترګوکې مې وګوره
زه دزمانې قانون کې ولی ګنهګاره يم
دوې خو دريا لپاره سل ځله توبې کوي
زه يمه دخدای بنده پيدادخدای دپاره يم
ماپخپله غيږ کې انسانان اونابغان لوې کړ
خيرکه زه نن موريم خودټولونازورداره يم
راشه دزړه خونی ته يوپل دمحبت واخله
زه دانسان مور يم حقيقت لره هنداره يم
يوځلې دعشق په نوم ډيوه دمحبت شومه
اوس خو زه پوهيږم چې رڼا دچادپاره يم
ماته خلک (زر) وايي دزرقدر زرګر سره
مينه يمه عشق يمه دسولې طرفداره يم
وياړمه چې ښځه يم زه موردعالمونو يم
زړونوباندی ګرځمه ترټولوزه هوښياره يم