د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ایوب خان دل یار

غزل

 اوښکي او سلګي شی ګریوان سري تر لمن شي
 سم په غمو واوړي چی په ښکلو څوک مین شی
 ژوند يي لکه شمع بس د مم په شان اوبه شي
 رنګ يي سوی سکور شي چي څوک لاړ له خپل وطن شي
 نڅکمه ساقي شراب د یار شونډی مي زړګي غواړي
 رقیب چي څوک خبر نکړي ورځم چي ماسختن شي
 نن که د بارود لوګي پښتون سیمه زپلي ده
 را به پسرلي شي دغه سیمه به ګلشن شي
 چا مي هسي نوم د بي وفا درته یاد کړي ده
 هومره به د غواړم په دل یار چي خور کفن شي

د شاعر نور شعرونه ←